د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا د نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ویلي چې اروپا پروپاګند او زهرجن تبلیغات کوي، چې ګوندې اسلامي امارت یوازې مدرسو ته پراختیا ورکوي او عصري علومو ته پام نه اړوي.
د نوي کال دا مراسم چې د کابل په اماني لېسه کې جوړ شي، د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په ګډون پکې ګڼو چارواکو، د پوهنې وزارت مسوولینو او ژورنالېستانو برخه اخیستې ده. یاده دې شي چې د هېواد په سړو سیمو کې به سبا نه، بل سبا(شنبه، وري دویمه ) د ښوونځيو درسونه پیل شي.