د اسراییلو پوځ ویلي چې غزه کې یې یو ځل بیا ځمکني عملیات پیل کړي دي.
الجزیرې خبري اژانس لیکلي چې صهیونېست رژیم، د نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۳۷ تنه فلسطینیان شهیدان کړي دي.
په غزه کې بیا ځلې ځمکني عملیات وروسته له هغې پیل شوي چې دې رژیم وړمه ورځ د فلسطین پر څلورو ښارونو بریدونو وکړل او شاوخوا زرو تنو ته یې مرګ ژوبله واوړله.
حماس د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې په خپلو هېوادونو کې د امریکا د سفارتونو مخې ته راووځي. حماس جهادي غورځنګ دا بریدونه غندلي او یو ځل یې بیا له منځګړو هېوادونو غوښتي چې یاد یرغل ودروي.