ډېر لوستل شوي

افغانستان ته قاچاقېدونکې وسلې نیول شوي

د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویلي چې امنیتي ځواکونو ددې ولایت په تروې ولسوالۍ کې له پاکستانه راقاچاقېدونکې وسلې او مهمات نیولي دي.

په دې وسلو او مهماتو کې ۱۶ کلاشینکوفونه، پینځه اېم فور ټوپکې او ۱۶ تمانچې ترلاسه شوي دي. امنیتي ځواکونو دوه موټرسایکلونه هم نیولي چې دا وسلې پرې بار وې.

یاده دې شي چې ددې وسلو قاچاقوونکي د ډېورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په تېښته بريالي شوي دي.

اړوند خبرونه