ډېر لوستل شوي

د سلګونو نورو منسوبینو فراغت؛ د هېواد اردو ورځ پر ورځ غښتلې کیږي

ملي دفاع وزارتد ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د ۸۳۹ تنو نورو ځوانانو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی. دې ځوانو منسوبینو په نظامي، مسلکي او عقیدتي برخو کې زده کړې ترلاسه کړي او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.

په دغو مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله “مطیع” د هرات ولایت مرستیال والي، د هرات د نظامي محکمې رییس او د لویدیځ زون یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسوولینو برخه اخیستې وه.

په یادو مراسمو کې د فارغانو له لوري نظامي تمرینونه، تکتیکونه او ډول ډول نمایشونه نندارې ته وړاندې شوي.

یاده دې شي چې په تېرو څو ورځو زرګونه ځوان منسوبین له بېلابېلو برخو فارغ او د هېواد چوپړ ته وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه