د خوست د تڼیو ولسوالۍ اړوند ورژلې کمکۍ ماڼې سیمه کې ٩٠٠٠ د چارمغزو نیالګي کېنول شوي دي.
د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا چارمغز د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د (ټي.اېل.او.) موسسې په همکارۍ کېنول شوي دي.
د یادو نيالګيو د توزېع پر مهال، بزګرانو او بڼوالو ته د نيالګيو د ساتنې او پالنې په موخه اړينې سپارښتنې او لارښوونې شوي.