ډېر لوستل شوي

د کابل او واشنګټن پر ډپلوماټيکې راشې درشې بحثونه شوي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي نن د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر له ځانگړي استازي او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانگړي استازي زلمي خليلزاد او مله پلاوي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي دې پلاوي ته هرکلی ویلی او کابل ته یې راتګ د دوه اړخیزو اړیکو په رغونه کې غوره پرمختګ بللی دی. ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت د بهرني متوازن سیاست په رڼا کې له ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې او ښکېلتیا غواړي. نوموړي وړاندې ویلي چې دواړه هېوادونه باید د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي.

د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانگړي استازي اډم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختگ د باورجوړونې پر لور ښه گام بللی. ښاغلي بوایلر افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او د امنیت ټینګښت ستایلي دي.

نوموړي وويل: دواړه هېوادونه تاريخي اړيکې لري چې ځينو پړاوونو کې ستونزې هم وې، اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وگورو. مولوي امیرخان متقي او د امریکا استازي په داسې حال کې کابل کې ګوري، چې پرون ماښام د بهرنیو چارو وزارت د ګڼو هېوادونو د سفیرانو، د ډپلوماټیکو ماموریتونو او نړیوالو سازمانونو استازو کوربه و.

اړوند خبرونه