ډېر لوستل شوي

کجکي ولسوالۍکې د بېوزلو لاسنیوی شوی

د هلمند ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په هڅو د خوړو نړیوال سازمان په مالي همکارۍ او د بشري مرستو موسسې په تخنیکي همکارۍکجکي ولسوالۍ کي له ۲۳۳۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کېلو اوړه، ۴.۵ کېلو غوړي، ۶.۲۵ کېلو دال، ۰.۵ کېلو مالګه، ۳ کېلو د تقویې خوراکي توکي او ۱.۵ کېلو د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي شامل و.

یاده دې شي چې تر دې دمخه هم د هلمند د ولایتي مسوولینو په اسانچارۍ دې ولایت کې له بېوزلو سره مرستې شوي دي.

اړوند خبرونه