د غزني د امربالمعروف ریاست مقام رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت د اندړو ولسوالۍ په لغړو کلي کې دوه مېرمنې چې له تېر یو نیم کال راهیسې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې؛ ژغورل شوي دي.
یادې ښځې د پلارګنیو له لوري د ظلم، وهلو، زیاتي او د شرعي حقوقو د نه ورکړې په سبب یو نیم کال پر کور ناستې وې. ویل کیږي چې محتسبینو د ښځو د حقونو د ساتنې په پار دواړه ښځې د خسر کورونو ته ستنې کړي دي.
محتسبینو همدارنګه له دواړه لوریو ژمنه اخیستې چې راتلونکي کې به پر ښځو زیاتی نه کوي او ټول شرعي حقونه به ورکوي.