د کورنيو چارو وزارت وايي، چې امنيتي ځواکونو په ننګرهار کې يو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
ياد وزارت وايي، چې ياد ماشوم څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې انسان تښتوونکو تښتولی و.
د کورنيو چارو وزارت د خبر له مخې، د دې عملياتو په ترڅ کې د يادې قضيې په تړاو يو تن هم نيول شوی دی.
د ويلو ده، چې په هېواد کې د جرمونو پر وړاندې مبارزه تل د امنيتي ځواکونو د مهمو موخو څخه ګڼل شوې، چې د قانون د حاکميت ټينګښت او د خلکو امنيت يې بنسټيزه موخه دی.