ډېر لوستل شوي

نورستان کې د بیروج ډبرو بولۍ ترسره شوه

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ددې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ازادې بولۍ له لارې ۱۵زره ګرامه بیروج په شاوخوا لس میلیونو افغانیو پلورلي دي.

د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سید رحیم عمير ویلي چې دا قیمتي ډبرې له ماوي کانونو ترلاسه شوې وې.

د نوموړي په وینا د دې بولۍ له لارې ۱ میلیون او ۹۴ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې د دولت خزانې ته به وسپارل شي.

ویل کیږي چې څو ورځې هم دې ولایت کې د قیمتي ډبرو یوه بولۍ ترسره شوې وه، چې په ترڅ کې یې ۶ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي وو.

اړوند خبرونه