ډېر لوستل شوي

هلمند کې د وروڼو په خپل منځې شخړه کې ۱۸ تنه ژوبل شوي

د هلمند امنيه قومانداني وايي، چې تېره ورځ د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په زاړه بازار سيمه کې د دوو وروڼو ترمنځ خپل منځې شخړه رامنځته شوې.

د مسوولينو په وينا، په دې پېښه کې يوه تن د خپل وراره کور ته ګرنيټ ورغورځولی، چې له امله يې ۱۸ تنه پکې ژوبل شوي دي.

د دې ټپيانو له جملي د دوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی. د يادې قومانداني د خبر له مخې، چې د دې پېښې په تړاو يو تن نيول شوی او د لومړنيو پلټونو په پار اړوند ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.

اړوند خبرونه