ډېر لوستل شوي

هلمند کې ګڼې وسلې او تجهیزات سپارل شوي

د هلمند د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو له لوري د تېر کال په وروستۍ ربعه کې نیول شوې ۳۴ میله نظامي وسلې او تجهیزات ډایاک مدیریت ته سپارل شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي چې دا وسلې د مرکز لښکرګاه سربېره په یو شمېر ولسوالیو کې نیول شوي دي. د یادو وسلو پر تور د ۳۴ تنو سربېره ۱۶ تنه نور د جنایي جرمونو پر تور نیول شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني د هلمند له مېشتو ولسونو غوښتي چې د شکمنو کړنو په اړه امنیتي ځواکونو او یا د پولیسو ۱۱۹ وړیا شمارې ته خبر ورکړي. امنیه قومندانۍ همدارنګه ویلي چې هېچاته اجازه نه ورکوي، چې ناقانوني وسلې له ځانونو سره وګرځوي.

اړوند خبرونه