ډېر لوستل شوي

کندهار کې په لومړي ځل د پستو بڼونه جوړیږي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د نشه یي توکو او جرمونو ضد سازمان په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د پستې بڼونه جوړیږي.

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دا بڼونه د پستې کرکېلې ته د ودې ورکولو او بزګرانو ته د اوږدمهاله اقتصادي فرصتونو برابرولو لپاره جوړیږي.

د یاد ریاست په وینا، د دې پروګرام له مخې، ۱۵ اړمنو بزګرانو ته د یوې رڼې پروسې په لړ کې نږدې دوه زره د پستې نیالګي ووېشل شول.

د کرنې متخصصین وایي چې پسته په وچو اقلیمي سیمو کې ښه پایله ورکوي او بزګران ورته د یوې ښې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري. همدارنګه، پسته د نړیوال مارکېټ لپاره یو لوړ ارزښت لرونکی محصول دی، چې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو غوره بدیل ګڼل کیږي.

اړوند خبرونه