د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۳ کال کې هېوادوالو ته ۲ میلیونه او ۶۳۴ زره او ۶۰۰ برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو خبر ورکړی دی.
ددغو پېژندپاڼو له ډلې یو میلیون او نږدې ۹۳۰ زره پېژندپاڼې نارینهوو او څهباندې ۷۰۵ زره ښځینهوو ته وېشل شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې اوسمهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د آسان خدمت او برېښنایي پېژندياڼو ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دی. یاده دې شي چې په دې وروستیو کې ولایتي څانګو ته هم د شهرتونو د اصلاح صلاحیتونه ورکړل شوي دي.