د کورنيو چارو وزارت د سرپرست خليفه سراجالدين حقاني ورور حافظ انس حقاني په لوړ پوړو حکومتي مشرانو د امريکا له لوري د لګول شوي انعام لغوه کول، په سياسي ډګر کې يوه لويه لاسته راونه بللې ده.
ښاغلي انس حقاني له الجزيرې سره په ځانګړې مرکه کې د امريکا له لوري په خلفيه سراجالدين حقاني د لګول شوي لس ميليونه ډالرو انعام له لرې کولو هر کلی کړی دی. د يادونې وړ ده، حافظ انس حقاني په خپلو خبرو کې دا هم ويلي، چې امریکا دغه اقدام د اسلامي امارت له لوري د یوه امریکایي وګړي د خوشي کېدو په بدل کې کړی دی.