د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د قطر دولت شارژدافیر ښاغلي مُردِف القاشوطي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم وباله او د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ یې هم مننه وکړه.
د قطر شارژدافیر د اسلامي امارت له لوري ډيپلوماټيک پرمختګونه مثبت ارزولي او له کابل سره یې د همکاریو پر ژمنتیا ټینګار کړی.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د افغان حکومت پر دریو مشرانو اېښې جایزه لغوه اعلان کړه.