د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۳۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۵۵ پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د کلیو پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده په خپلو خبرو کې ویلي چې په یادو پروژو کې استنادي دېوالونه، پلچکونه، کانالونه، سړکونه، د اوبو ساتنې ذخیرې، د خوراکي توکو وېش، د کارېزونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي.
نوموړي وړاندې وویل، چې په دغو پروژو کې شاوخوا ٢٧ زره ٥٨١ کسانو ته کارموندنه شوې ده.
د زرمت اوسېدونکي ددې پروژو له چارو خوښي ښیي، خو د رغنیزو پروژو ترڅنګ یې روغتیایي برخو کې هم د چوپړ غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د پکتیا ولایتي مسوولینو په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره دې ولایت ته زیات کار شوی او ګڼې رغنیزې او پراختیايي پروژې پلې شوي دي.