د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې یې (د نن نیالګی، د راتلونکي هوساینه) په نوم د نیالګیو اېښودو پسرلنی اشر پیل کړی دی.
په دغه ملي کمپاین کې به ۱۲۵ زره مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول شي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ویلي چې د تیرې په سیمه کې به په راتلونکو دریو کلونو کې ۱۵ زره مېوه لرونکي او نامېوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
یاده دې شي چې د پسرلي موسم په راتلو په ټول هېواد کې د نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوې ده.