په تورخم کې ځايي سرچينې وايي، چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د پېژندپاڼې لرونکو افغانانو پر مخ هم پرانېستل شوه.
دا په داسې مهال ده، چې له تېرو څو ورځو راپدې خوا د پاکستان له لوري سلګونه افغانان چې پاسپورټ او ويزې يې نه درلودې، د اوښتو اجازه نه ورکول کېده.
د معلوماتو له مخې، هر هغه افغان چې غواړي خپل هېواد ته راشي؛ نو بايد خپله اصلي پېژندپاڼه له ځان سره ولري.
ياده دې وي، چې دا پرېکړه به د لنډې مودي لپاره وي که دايمي؛ تر دې دمه وروستني معلومات نشته.