د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېر کال د کب مياشتې په لړ کې د اوسپنې له لارې ۳ سوه ۵۸ زره او ۸۵ مټريکه ټنه انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې ترڅ کې د حيرتان بندر له لارې ۲ سوه ۷۴ زره ۸۵۲ ټنه، د آقينې بندر له لارې ۱۴ زره ۷۲۷ ټنه، ۵۲ زره ۴۸۳ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او د خواف ـ هرات له لارې ۱۶ زره ۲۳ ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې له دې جملې ۱۹ زره ۸۸۰ ټنه صادرات او ترانزيت شوي، چې لويه برخه يې وچه مېوه، کېنو، کچالو او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې سوداګرو ته ډاډ څرګند کړی چې هڅه کوي، ترڅو د لا ډېرو انتقالاتو لپاره وړ زمېنه برابره او سوداګرو ته لا ډېرې چوپړتياوې رامنځته کړي.