ډېر لوستل شوي

د ايران د بهرنيو چارو وزير: په افغانستان کې بشپړ حاکميت او امنيت ټينګ شوی

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي وايي، په افغانستان کې بشپړ حاکميت او امنيت ټينګ شوی دی.

نوموړي له يوه ايراني اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې په افغانستان کې د تېرې ادارې پر مهال د دې هېواد هره برخه د بېلابېلو ډلو په لاس کې وه، نو اوس برعکس دا ډول نه ده؛ بلکې يو حاکميت ټينګ شوی.

د ايران د بهرنيو چارو وزير دغه راز ټينګار کړی، چې د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ په افغانستان کې په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې یوه سیاسي واکمني رامنځته شوې او خپل حاکمیت یې تثبیت کړی دی.

ياده دې وي، چې ایران له افغانستان سره اوږده پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې تل مهمې پاتې شوې دي.

اړوند خبرونه