د لوړو زدهکړو وزارت د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځي له منظورېدو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د ځانګړي فرمان له مخې په ياد پوهنتون کې د طب پوهنځی منظور شو.
ښاغلي هاشمي زياته کړې، چې دغه مهم ګام به د غزني ولایت د ځوانانو سربېره د هېواد ټولو زدهکړيالانو ته د طب په برخه کې د لوړو زده کړو زمېنه برابره کړي.