د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان وايي، چې د پاکستان او افغانستان اقتصادي ګټې له يو بل سره تړلې دي او د افغانستان سوله او پرمختګ د ټولې سيمې د ثبات لپاره اړين دي.
د پاکستان سفارت اميد راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د ياد هېواد د بېرغ د پورته کولو په مراسمو کې کړې دي
د پاکستان ځانګړي استازي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر پراختيا او د سيمهييز اتصال په پياوړتيا هم ټينګار کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي تر دې وړاندې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره هم د دواړو هېوادو ترمنځ د اړيکو پر پراختیا ټینګار کړی و.