د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان له مخې، د امو سیند د څنډو د ټینګښت ریاست دې سیند ته د نږدې ۱۵ کلیو سروې کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې ددې د امو د څنډو په کلکولو سره به سلګونه جریبه ځمکه او ۱۵ کلي خوندي شي.
دې وزارت وړاندې ویلي چې ددې پروژې کارونه لا هم روان دي او په بشپړېدو سره به یې د امو له سینده زیانمنېدونکې ځمکه د کرکېلې وړ وګرځي.
یاده دې شي چې په تېر کې به وخت ناوخته د امو سیند د افغانستان دننه ځمکې ویجاړولې.