ډېر لوستل شوي

په پروان کې د جګړې میراث؛ ۳۳۷ د الوتکې راکټ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د کورنيو چارو وزارت په پروان ولايت کې د ۳۳۷ د الوتکو راکټ مرمۍ له کشف او ضبط څخه خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، چې د تروزيزم پر وړاندې د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مبارزې پوليسو د خپلو عملياتو په ترڅ کې ۳۳۷ د الوتکې راکټ مرمۍ د دې ولايت د بګرام ولسوالۍ اړوند سيمه کې له يوې پخوانۍ جنګې کلا څخه کشف او ضبط کړې دي.

بايد ووايو، چې په افغانستان کې د جنګي پاتې شونو مهماتو کشف او شنډول د خلکو د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري.

اړوند خبرونه