د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د “عدالت لپاره انعام” له پروګرام وروسته، د دغه هېواد د فدرالي څېړنيزې ادارې (افبيآی) هم د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني له سره د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه رسمآ لرې کړه.
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د “عدالت لپاره انعام” پروګرام د تېرې اوونۍ په ترڅ کې دغه ګام اخېستی و. ياده دې وي، چې د امريکا ياد ګام د اسلامي امارت د سياسي کمېسيون غړي حافظ انس حقاني له هرکلي سره هم مخ شوی دی.