د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار د کندز ولسونو ته د پوره امنیت ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي خاکسار ویلي چې د اختر په رارسېدو یې امنیتي تدابیر زیات کړي؛ تر څو د کندز اوسېدونکي د اختر شپې ورځې په ارامۍ سره تېرې کړي.
د کندز ځایي اوسېدونکو ویلي چې د ابدان دښتې ته راتلونکي هېوادوال او بهرنیان په پوره امن سره له دې سیمو لیدنه کولی شي.
د کندز مسوولینو ویلي چې چا ته به د امنیت د اخلال اجازه ورنه کړي.