د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د قطر له شارژدافیر مردف القاشوطي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړه لوريو په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړي.
دغه راز په دې لیدنه کې د قطر شارژدافیر له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو له دوام څخه ډاډ ورکړی.
ياده دې وي، چې ښاغلي جلالي د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او د روغتونونو د سمبالولو لپاره د قطر همکاري اړينه بللې.