ډېر لوستل شوي

لوګر کې د چنارونو فارمونه جوړیږي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د مرکز په ګډون یې  برکي برک، محمدآغې، خروار، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې د چنارونو ازمایښتې وده ارزولې ده.

د لوګر د ځایي مسوولینو په وینا، هر بزګر ته ۱۳۳۰۰ نیالګي رسېدلي او همدارنګه د بڼوالۍ اړین وسایل یې هم په واک کې ورکړي دي.

ورته مهال د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌ پرور د هوا ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د نيالګيو کېنول خورا اغیزمن کار بللی او د نوموړي په وینا، ددې نیالګیو په اېښودو به چاپېریال لا زرغون شي.

یاده دې شي چې د پسرلي موسم به راتلو په ټول هېواد کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شوی دی.

اړوند خبرونه