ډېر لوستل شوي

مارکو روبیو د جورج ګلیزمن د خلاصون لپاره د قطر هڅې وستایلې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت له بنده د جورج ګليزمن د خلاصون په برخه کې د قطر له هڅو مننه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له‌ لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې روبیو تېره ورځ (دوشنبه، وري څلورمه) په دې تړاو د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن ال ثاني سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

ياده دې وي، چې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د تېرې اوونۍ په لړ کې ياد امریکایي وګړی خوشې کړ.

اړوند خبرونه