ډېر لوستل شوي

هندی ډیپلوماټ: هڅه کوو، د کابل او نوي ډيلي اړیکې لوړې کچې ته ورسوو

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د هندوستان د پخواني لومړي وزیر له همکار او پخواني ډیپلوماټ سودهیندرا کلکرني سره په سفارت خونه کې کتلي دي.

چین کې د افغانستان سفارت په خپل اېکس لیکلي چې په دغه کتنه کې د افغانستان او هند تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي موضوعاتو خبرې اترې شوي.

دغه پخواني ډيپلوماټ ویلي چې هڅه کوي، د اسلامي امارت او هند سیاسي اړیکې لوړې کچې ته ورسوي. نوموړي همدارنګه تمه ښودلې چې هېواد یې په ودانیزو، روغتیا او برېښنا برخو کې پانګونه وکړي.

چین کې افغان سفیر ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په لرلو سره د متقابل تعامل پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي. ښاغلي کریمي ویلي، هیله لرو، چې هندوستان به په افغانستان کې پخوانۍ نيمه پاتې پروژې بیرته پیل کړي.  ښاغلي کریمي وړاندې وویل: اسیا ته د هندي توکو د لیږد په برخه کې افغانستان مهم ترانزیټي رول ادا کولای شي.

یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شوي دي.

اړوند خبرونه