حماس جهادي غورځنګ ویلي چې که صهیونېست رژیم د زور له لارې د برمتهشویو د ستنونې هڅې کوي، دوی به یې د جسدونو پر ځای تابوتونه ورولېږي.
حماس ویلي چې نتانیاهو دروغژن دی او د برمتهشویو کورنۍ یې د مالوماتو په تشې کې اچولي دي.
حماس زیاته کړې چې که صهیونېستان پوځي لاره غوره کړي دوی به یې کورنیو ته تابوتونه ورولېږي.
حماس پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اسراییلو پر لومړي وزیر فشار راوړي، څو جګړه ودروي او د خبرو مېز ته کېني.
یاده دې شي چې غاصب رژیم یو ځل بیا د فلسطینیانو ټولوژنه پیل کړې ده.