ډېر لوستل شوي

د اختر امنیتي تدابیر؛ کورنیو چارو وزارت هېوادوال ډاډمنوي

کورنيو چارو وزارت هېوادوالو ته د اختر په ورځو کې د پوره امنيتي تدابير له نيولو ډاډ ورکړی دی.

د ياد وزارت مرستيال وياند بسم‌الله حبيب وايي، په دې ورځو کې د امنيتي تدابير په موخه له نورو امنيتي بنسټونو سره همغږي شوي او هېوادوال دې په دې برخه کې هيڅ اندېښنه نه کوي.

ښاغلي حبيب په خپور کړې غږيز پيغام کې زياته کړې، چې د ټاکل شوي پلان له مخې جوماتونو، عيدګاوې او نورو مهمو ځايونو ته امنيتي تدابیرو نيول شوي دي. ياده دې وي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ځانګړي امنيتي تدابيرو په نيولو د اختر په شپو او ورځو کې هيڅ امنيتي پېښه نه دې ثبت شوې.

اړوند خبرونه