ډېر لوستل شوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس د ایمرجنسي سازمان له سیمه ییز مشر سره کتلي

ریاست‌الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان د بېړني غبرګون او پراختیا د سیمه‌ییز رییس دانییلي جیاکومیني او مله پلاوي سره کتلي دي.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي جیاکومیني ژمنه کړې چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته به ددغه سازمان چوپړونه براخیږي او روغتیا برخه کې به همکاري زیاتوي.

ورته مهال ډاکټر ملا عبدالواسع د اړمنو افغانانو د لاسنیوي برخه کې د یاد سازمان هڅې ستایلې او د روغتیایي سکټور په بنسټیزه رغونه کې یې د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.

یاده دې شي چې ایمرجنسي سازمان چې پخوا یې هېواد کې د جګړې د ټپيانو درملنه کوله؛ خو اوس د ټرافیکي او نورو پېښو د ټپیانو درمنله کوي.

اړوند خبرونه