ډېر لوستل شوي

د سرپل د سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه تائيد شوه

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د پانګونې بين‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ (دوشنبه، وري پنځمه) په مرمرينه ماڼۍ کې شوې ده.

ياد معاونيت وايي، په دې ناسته کې په سرپل کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکېټ ترڅنګ په کابل صنعتي پارک کې د موټر جوړونې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتيژیک چوکاټ او په اسلام قلعه بندر کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پرطرحو هم خبرې شوې دي.

دغه راز په دې ناسته کې، د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې په اړه ټاکلو شويو کمېټو ته دندې سپارل شوې، چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه