ډېر لوستل شوي

د يوناما له استازې سره د مولوي اميرخان متقي ليدنه؛ پر مهمو موضوعاتو بحث وشو

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړې استازې او د يوناما له مشرې روزا اتونباييوا سره کتلي دي.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول حافظ ضياءاحمد تکل په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د يوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما د ماموريت د تمديد او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

دغه راز په دې ناسته کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو هم خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه کړی او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه