ډېر لوستل شوي

عامې روغتیا ریاست کې لسګونه روغتیایي او اداري پروسې ساده شوې

د عامې روغتیا وزارت او چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ګډې کمېټې له لوري د روغتیا وزارت په اداري چارو کې د ساده شویو پروسو د تشرېح ناسته ترسره شوې ده.

یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا وزارت مرکزي رییسانو او د ګډې کمېټې ځینې غړو برخه اخیستې وه.

سرپرست وزیر، د روغتیا وزارت اداري پروسو اصلاح او ساده کولو برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست هڅې وستایلې، ساده شوې پروسې یې تائید او د دې برنامې موخه یې په اداري چارو کې اسانتیا رامنځته کول او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول یاد کړي دي.

یاده دې شي چې د ګډې کمېټې له لوري د روغتیا د برخې ۶۱ پروسې اسانه او اصلاح شوې.

اړوند خبرونه