ډېر لوستل شوي

پاکستان له سپوږمۍ لیدو پرته راتلونکې«دوشنبه» اختر اعلان کړ

پاکستان د شوال میاشتې له لیدو پرته په ټول هېواد کې راتلونکې «دوشنبه» د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د پاکستان د فضایي څېړنو کمېسیون ویلي چې د ساینسي ارزونو، ستورپوهنې محاسبو او نورو اټکلونو په بنسټ یې دوشنبه اختر اعلان کړی دی.

د پاکستان یاد دولتي کمېسیون همداراز ویلي چې ښایي د ریاض او اسلام اباد اختر په یوه ورځ وي.

دغه هېواد همدارنګه ټول هېواد کې درې ورځنۍ رخصتي هم اعلان کړې ده.

اړوند خبرونه