د هلمند امنيه قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۲۰ تنه د غلا په تور نيولي دي.
د ياد دفتر په وينا، دغه کسان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه سربېره ګرشک او باباجي ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي دي.
د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې نيول شوي کسان به د دوسيو تر بشپړولو وروسته اړوند عدليې او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د ويلو ده، په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته امنیتي ځواکونو هڅه کړې چې د غلا، قاچاق، وسلهوالو غلاوو او نورو جرمونو مخه ونیسي.