ډېر لوستل شوي

د اقتصادي ودې نوې نښې؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ انتقالات ۵.۵ سلنه زیات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، په ۱۴۰۳ لمريز کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۲ لمريز کال په پرتله په انتقالاتو کې ۵.۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې په وړم کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د مجموعي انتقالاتو کچه ۴.۱ میلیونه مټريک ټنه وو؛ خو په تېر کال کې ياده کچه ۴.۴ میلیونه مټريک ټنه ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، چې د حیرتان بندر له لارې ۳۳۸۶۱۴۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۶۹۸۶۵ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۹۲۴۸۷ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې ۵۰۷۹۹ ټنه انتقالات، چې ټولټال ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، چې د صادراتو لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو، تالک ډبرې او د آنارو جوس دي.

د ټولګټو وزارت د انتقالاتو دغه ډېروالی تر ډېره بريده د یو مثبت بدلون او د هېواد د ښېرازۍ او زېربنايي بنسټونو لپاره د ځان بسياينې زېری بولي.

اړوند خبرونه