ډېر لوستل شوي

د انرژۍ نوې څپه؛ په افغانستان کې د ۲۲۸ میګاواټه برېښنا تولید په پار تړونونه لاسليک شول

د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي شرکتونو مسوولينو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون د څه باندې ۲۰ ميليارده افغانيو په ارزښت د برېښنا توليد پروژو تړونونه لاسليک شول.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د خبري ناستې پر مهال ويلي، د یادو پروژو د برېښنا تولید ټولیزه وړتيا ۲۲۸.۲ میګاواټه دی، چې څه باندې باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

د يادونې وړ ده، چې په دې پروژو کې د هرات ۴۳.۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزې، د جوزجان ۵۰ میګاواټه ګازي، د بلخ ۴۰.۲۵ ، د لوګر ۴۰ ، د ننګرهار ۴۰ او د لغمان ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د کجکي – کندهار ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي بشپړولو، د زابل قلات برېښناکوټ او د کندهار ختیځ برېښناکوټ شاملې دي.

اړوند خبرونه