ډېر لوستل شوي

د کډوالو د درملنې او د ماشومانو د زړه عملياتو په تړاو خبرې وشوې

د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د “ای‌اېف‌آر‌سي” مؤسسې له مشر احمد سليمان سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې په دوه اړخيزو همکاريو، د لا ښې همغږۍ په رامنځته کولو، د روغتيايي خدمتونو په ښه والي او د روغتيايي کارکوونکو د لا ښه مديريت په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي جلالي په دې ناسته کې دغه راز د بېرته راستنېدونکو کډوالو په پار د روغتيايي خدمتونو برابرولو، په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحي عملياتونو پيلولو اړوند ملاتړ او ورته نورو برخو کې د همکاريو غوښتنه کړې ده.

د وزارت خبر له مخې، د ای‌اېف‌آر‌سي مؤسسې مشر په افغانستان کې د خپلو روغتیايي فعالیتونو اړوند معلومات وړاندې او ورسره د شریکو شویو غوښتنو اړوند د همکارۍ ژمنه وکړه.

اړوند خبرونه