د افغانستان اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبةﷲ اخند زاده حفظه ﷲ د نېکمرغه کوچني اختر په پار د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي ویلې.
د اسلامي امارت د زعيم امير المؤمنين حفظهالله په وینا، د کوچني اختر ورځ د مسلمانانو د یووالي، مهربانۍ، او عبادت ورځ ده؛ نو دا ورځ باید ټول مسلمانان د شکر، تقوا، او ورورولۍ په فضا کې یې ولمانځي.
د اسلامي امارت د وياند مولوي ذبيحالله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اوسني امنیت، ثبات، او د اسلامي نظام د حاکمیت شکر ادا کړي او د هېواد د لا پرمختګ لپاره هڅه وکړي. عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله تعالي ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هر ډول فساد د مخنیوي هڅه کوي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت محاکم مکلف دي، د مطهره شریعت مطابق فیصلې وکړي او د ﷲ تعالی حدود جاري کړي دا زموږ ستاسو د جهادونو او قربانیو تر ټولو ستر هدف و.