د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير په کابل کې د قطر له شارژدافير مردف القاشوطي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې ښاغلي القاشوطي له افغان کډوالو سره د قطر د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې د قطر ولس او مرستندویه بنسټونه له افغانانو سره مرستو ته لېواله دي او له همدې امله د قطر د سرې میاشتې ټولنې او قطر الخيريه بنسټ په کابل کې فعالیت پیل کړی دی.
د وزارت د خبر له مخې، مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د قطر له همکاریو او مثبتو اړیکو ستاینه کړې ده.
ياد وزارت افغان کډوالو ته تل ډاډ ورکړی، چې له نړیوالو سره په همغږۍ د دوی ستونزو ته د حل لارې مومي؛ ترڅو د دوی راستنېدل د عزت او اسانتیاوو په فضا کې ترسره شي.