په ترکيې کې د استانبول د ښاروال اکرام امام اوغلو تر نيولو وروسته يې پلويانو خپلو لاريونونو ته لا زور ورکړی او په استانبول او نورو ښارونو کې مظاهرې روانې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په استانبول او پلازمينې انقره کې تېره ورځ د پوهنتون زدهکړيالانو “حکومت دې استعفی ورکړی” شعارونه بدرګه کول.
ياده دې وي، چې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د سهشنبې تر مازیګر پورې د نژدې یو نیم زر کسانو له نیولو خبر ورکړی و.