ډېر لوستل شوي

د هیواد د امنیتي ، دفاعي او استخباراتي ادارو مشرانو عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته امنیتي راپور وړاندې کړ

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی ریاست رئیس ملا عبدالحق وثیق له عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله سره په لیدنه کې د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد، یاده څرګندونه ( جمعې شپې،حمل ۸مه) کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې چې په کندهار ولایت کې ترسره شوې، د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري هم ګډون درلود.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې د هیواد د درې ګونو دفاعي، امنیتي او استخباراتي ادارو وړاندیزونه په پام کې ونيول شول، او د کارونو د لا ښه تر سره کولو په پار لازمې سپارښتنې ورته وشوې، په خبرپاڼه کې راغلي چې د غوره نظم، تجهیزاتو او ظرفیت لوړلو اړوند لازمې سپارښتنې هم شوې دي.

یاده غونډه په داسې حال کې تر سره کیږي چې د ځينو کړیو له لوري د اسلامي امارت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو خبره کیدله.

اړوند خبرونه