ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: ا.ا. د متوازن او نورو ته د نه‌زیان رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې ښکېلتیا ته لېواله دی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان په همکاریو او نورو نړیوالو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

دې کتنه کې ښاغلي متقي وروستیو ډيپلوماتیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن، نورو ته د نه‌زیان رسولو او اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو خواوو سره پتمنو اړیکو ته لیواله دی.

دغه راز نوموړي جاپان ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام وګاڼه او له یاد هېواد څخه یې غوښتلي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

همدا راز دې کتنه کې د جاپان سفیر د نشه‌يي توکو د بدیل کښت برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه