د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ایران د له سفیر علیرضا بیکدلي او مله پلاوي سره کتلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو کلتوري او تاریخي ارزښتونو یادونه کړې او کلتور یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهم اصل بللی دی.
ښاغلي خیر خواه زیاته کړې، اوس د کلتوري تعاملاتو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. نوموړي د کلتوري نندارتونونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی فعالیتونو پر تنظیمولو ټینګار کړی، تر څو د سیاحت صنعت وده وکړي.
د ایران سفیر علیرضا بیکدلي افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللی دی. ښاغلي بیکدلي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر کلتور ولاړې دي او باید لا ډېرې پیاوړې شي.