د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شويو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.
ياد معاونيت وايي، په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یې د روان مالي کال په بودیجه کې د نیولو پرېکړه وشوه.
ياده دې وي، په دې ناسته کې دغه راز له خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه تایید شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشتالوان ۵۰۰ کیلو ولټه لېږد مزي د پاتې چارو، د بتخاک نوي سبسټېشن جوړولو، د چمتلي سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه لېږد مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو له پاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم خبرې شوې دي.