د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې کابل او ولایتونو کې له مسوولینو او ملکي وګړو غوښتي چې د “شوال” میاشتې د لیدلو هڅه وکړي.
دې کمېټې په یوه خبرتیا کې مسوولین ګومارلي چې نن د مازیګر له لمانځه وروسته له ټاکل شویو ځایونو د نوې میاشتې د لیدو تلاش وکړي.
دې کمېټې له مسوولینو او عامو وګړو غوښتي چې د میاشتې د لیدو او نهلیدو په صورت کې دې ولایتي محکمو ته خبر ورکړل شي او وروستی اعلان به د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټه کوي.
یاده دې شي چې سعودي عربستان هم نن له خپلو وګړو غوښتي چې د شوال میاشتې په لیدو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو پاکستان لا له وړاندې دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.